IQNA

متحده عربی اماراتو ته بشار اسد د سفر  د اهمیّت څرنګوالی(مقاله)

13:47 - March 19, 2022
د خبر لمبر: 3485555
تهران (ایکنا) - د سورئې ولسمشر بشار اسد له یولسو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره  یوه عربی هیواد هغه هم متحده عربی اماراتو ته سفر وکړ  چې ځیني ډیر مهم اړخونه ئې د رلودلي دي .

ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د سورئې ولسمشر بشار اسد له یولسو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره  یوه عربی هیواد هغه هم متحده عربی اماراتو ته سفر وکړ  چې ځیني ډیر مهم اړخونه ئې د رلودلي دي . لومړی دا چې دغه سفر  دوسرئې د  نظام د نسکورولو لپاره د سیاسی او پوځي هلوځلو ناکامي بشبړ کړه ، متحده عربی اماراتو او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا نورو پنځو غړو هیوادونو د ۲۰۱۲ کال  په فرورۍ کې  له سورئې څخه  خپل سفیران ویستل . اماراتو  په تیرې یوې لسیزې کې  د بشار اسد په مشرۍ د سورئې د نظام د نسکورولو لپاره ډیر لګښتونه  وکړل . په عین حال کې  متحده عربی امارات  لومړنی عربی هیواد دی چې  له یولسو کلونو وروسته دبشار اسد او  هغه هم د سورئې د ولسمشر  کوربه دی  او   د متحده عربی اماراتو   ولی عهد محمدبن زاید  ئې تود هرکلی کړی دی . محمد بن زاید په تیرو یولسو  کلونو کې  په عربی نړۍ کې د سورئې ضده خوځښتونو اوفعالیتونو مخکس ؤ . بشار اسد په وروستیو یولسو کلونو کې ډیر کم له هیواده بهر سفر کړی  او په دغې مودې کې یوازې ئې یوازې  ایران او روسیه ته ،چې    له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د سورئې متحدان دي سفرونه کړي دي .

 دوهم اړخ ئې  هم  دسورئې  د قدرت په جوړښت کې د بشار اسد د رواوالي  اثبات  او دهغه  منلو ته د اماراتو اړباسل دي .  په دې باب مهم ټکی دا دی چې  بشار اسد  په مارچ میاشت کې یعني  د سورئې دداخلی جنګونو  په یولسمې کلیزې کې  متحده عربی اماراتو ته سفر وکړ .  دسورئې داخلی جنګونه ،  د ۲۰۱۱کال له مارچ څخه پیل شوي دي . ددغه سفر پیغام دا دی چې  بشار اسد  د خپلو مخالفانو په مقابل کې  دخپل بریالیتوب اعلان کوي او  دا پیغام منتقلوي ، هماغه ډول چې  د سورئې  د ولس له خوا ددغه هیواد د ۲۰۲۱کال دمئ د میاشتې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې منل شوی ، اوس  د نورو هیوادونو له خوا هم د هغه مشروعیّت او رواوالی په رسمیّت وپيژندل شو .  همدغه موضوع هم  له بشار اسد څخه په بلنې کې په اماراتو د امریکا د غوسه کیدا عامله ده .

د قطرالجزیره خبری چینل د امریکا دخارجه وزارت د ویندوي له قوله لیکلي دي،مونږ بشار اسد ته درواوالی د ورکولو لپاره په هلوځلو افسوس کوو ::

دریم اړخ ئې  تر دې دمه مشخص نه دی ،څو سوریه  عربی اتحادئې  ته بیرته وګرځي   . سوریه د ۲۰۱۱کال په پاي کې  له عربی اتحادئې څنګة کړائ شوې ده . په داسې حال کې چې  دمتحده عربی اماراتو ،الجزایر او کویټ په څير هیوادونه له دغې موضوع سره هماغه شان مخالفت کوي .  اماراتو ته  سفر  حتی که  عربی اتحادئې ته د سورئې دبیرته ګرځیدا  او د سورئې په باب په دغې اتحادئې کې  د درز دختمیدا لپاره سریزه نشي ،، نو په دې معنا ده چې  ددغې اتحادئې غړو هیوادونو په انفرادي توګه له دمشق سره  داړیکو احیاء کول په نظر کې نیولي دي .

 څلورم اړخ ئې هم دا دی چې  متحده عربی ا ماراتو ته دسفر لپار بشار اسد ته د محمد زاید بلنه په دې معنا ده چې  ابوظبئ  له دمشق سره داړیکو د پراختیا په لټه کې دي . له سورئې سره د اماراتو  رابطه له ۲۰۱۱کال راهسې په یواړخیز ډول داماراتو له خوا  غوڅې شوي ، خو د ۲۰۱۸کال په پاي کې  ابوظبئ  په دمشق کې خپل سفارت پرانیست . د متحده عربی اماراتو خارجه وزیر  شیخ عبدا... بن زاید ال نهیان  هم په تیر نومبر میاشت کې په سورئې کې د جنګ د پیلیدا له وخت راهسې د فارس خلیج د پاچائۍ  د یوه لوړروتبه چارواکي په لومړني سفر کې  په دمشق کې  د سورئې له ولسمشر سره لیده کاته وکړل . امارات  له یوه پلوه هڅه کوي ، په سورئې کې له ترهه ګرۍ وروسته اقتصادي شتون ولرل شي  او په دغه هیواد کې پانګونه وکړي او له بل پلوه  هڅه وي ،  دهغه هیواد په توګه چې  دترهه ګرۍ ملاتړی دی ،  خپله  خرابه شوي څیره  بیا ورغوي .  

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i113622

 

captcha